په داسې حال کې چې روسیه له طالبانو سره اړیکي ته دوام ورکوي، فوربس مجلې په یوه نوي راپور کې ویلي چې طالبان پلان لري چې د روسیې له تجهیزاتو سره د افغانستان هوايي دفاع سيسټم جوړه کړي.
دغه مجلې سه شنبه (وږي٢٠مه) لیکلي چې روسیې تر اوسه د طالبانو دې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی او د یمن حوثیانو او د لبنان حزب الله ته یې په پرمختللو توغندیو د سمبالولو غوروالى ورکړى دى.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې، له دوو کلونو څخه لږ وروسته چې طالبانو پر افغانستان واک ترلاسه کړ او د امریکا له ګډوډ وتلو وروسته، طالبانو د افغانستان د بودیجې لویه برخه دفاع ته ځانګړې کړې ده.
د طالبانو د لوی درستیز فصیح الدین فطرت وویل، «په دې کې شک نشته چې افغانستان تر ټولو غوره هڅه کوي څو هوايي دفاعي سیستم ولري.»
د طالبانو د دفاع وزارت لوژستیک مشر عبدالبصیر صابري تر دې مخکې د روسیې خبري اژانس تأس ته ویلي و چې دوی غواړي له روسیې لخوا جوړ پوځي تجهیزات واخلي. ځکه روسیه د ټکنالوژۍ له پلوه په نړۍ کې تر ټولو پرمختللې پوځي وسلې لري.
ښاغلي صابري وویل، «په راتلونکي کې، پلان لرو چې د روسیې جوړ تجهیزات واخلو چې موږ ته د هوایي دفاع د جوړولو وړتیا راکوي.” موږ لېواله يو دا ډول وسلې لرو؛ ځکه روسیه د دې ټکنالوژۍ له پلوه په نړۍ کې تر ټولو پرمختللی هېواد دی.»
د يادولو وړ ده، چې وړاندې رویټرز هم راپور ورکړی و چې د طالبانو د دفاع وزارت په دې وروستیو کې هڅه کوي چې له مسکو څخه د افغانستان د هوايي حریم د کنټرول لپاره د هوايي دفاع تجهیزات واخلي.