افغانستان

 پنټاګون: امریکا په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره قوي استخباراتي وړتیا لري

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جنرال پاټریک رایډر د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر مایکل مک کال د څرګندونو په غبرګون چې ويلي و، امریکا د داعش خراسان څانګې د څارنې توان له لاسه ورکړی دی، ویلي چې امریکا په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره قوي استخباراتي وړتیا لري.

هغه یوې خبري غونډې ته وویل، «مونږ د هغه نه ډېر د ترهگرۍ سره د مبارزې توان لرو او مونږ دا په ځلونو ښودلې ده،»

ښاغلی رایډر وايي، متحده ایالات په ټوله نړۍ کې قوي استخباراتي وړتیاوې لري او د اړتیا په صورت کې کولای شي د نړۍ په هر ځای کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره خپلې سرچینې وکاروي.

هغه دغه راز له افغانستان څخه د ټولو امريکايي پوځيانو وتل له هوکړې سره سم وبلل او ټينګار يې وکړ چې له افغانستانه د امريکا له وتلو سره د امريکا د شريکانو او متحدينو د امنيتي ننګونو د حل او له ترهګرۍ سره د مبارزې په هڅو کې بدلون نه دى راغلى.

تر دې مخکې د امریکا د کانګرېس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال ویلي و چې امریکا په افغانستان کې له افق هاخوا د بریدونو توان له لاسه ورکړی دی.

ښاغلي مک کال ټینګار وکړ چې امریکا په افغانستان کې ډېرې استخباراتي وړتیاوې له لاسه ورکړي او د داعش خراسان څانګې د څارنې لپاره هېڅ لاره نه لري.

په همدې حال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د کانګرېس په یوه نوي راپور کې راغلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د سیمې او نړۍ په کچه د امریکا ملي امنیت ته جدي زیان رسولی او د طالبانو له راتګ سره  به د سیمې او نړۍ په کچه د امریکا ملي امنیت ته جدي زیان ورسېږي. په افغانستان کې د القاعدې او داعش خراسان څانګې په څېر ترهګرې ډلې بیا ځای پر ځای شوي دي.

په راپور کې هغه ګواښ ته هم اشاره شوې چې د امریکايي ځواکونو له خوا پرمختللو پوځي تجهیزاتو ته د طالبانو د لاسرسي له امله رامنځته شوي دي. په ملیاردونو ډالر د امریکا وسلې او پوځي تجهیزات له منځه تللي یا انتقال شوي، او داسې اندېښنې شته، چې دا تجهیزات د سیمې د بې ثباته کولو لپاره کارول کېدی شي.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې ناسمه پلان جوړونه، د خبرداریو له پامه غورځول او د مهمو لوژیستیکي پروسو سقوط د امریکا د پوځي عملیاتو له  ډېرې ګډوډۍ لامل شوی دی.