د ایران د خراسان رضوي پوله ساتو قومندان مجید شجاع وايي، ایراني پوله ساتو له افغانستان سره پر پوله ۱۴ کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
د ایران د صدا و سيماى ايران خبري اژانس د راپور له مخې، په تېرو لسو ورځو کې د تایباد سرحدي کنډک ځواکونو د هیروینو او اپینو ۶۶۴ اکڅوړې چې ۹ کیلو او ۱۵۷ ګرامه وزن لري، نیولي دي.
د هغه په وينا، دغه نشه يي توکي د نهو تنو افغان اتباعو لخوا خوړل شوي وو.
دغه ایراني چارواکى وايي، «په یوه بل عملیاتو کې پنځه تنه افغانان چې ۲ کیلوګرامه او ۲۰۰ ګرامه تریاک یې په بوټونو کې ځای پر ځای شوي وو نیولي او عدلي ارګانونو ته یې سپارلي دي.»
د ایران خراسان رضوي له افغانستان سره په ختیځ کې ۳۰۲ کیلومتره ګډه پوله لري.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران تازه د نور محمد نورزي په نوم یو افغان وګړی د نشه يي توکو په تور اعدام کړ.