سویلي آسیا

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: د انساني قاچاق یوه شبکه چې افغان او هندي اتباع په کې شامل دي، له منځه یوړل شوه

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو د افغان او هندي اتباعو په ګډون د انساني قاچاق یوه لویه نړیواله شبکه نیولې او له منځه وړې ده.

پاکستاني رسنیو د محسن نقوي په حواله راپور ورکړى، چې دغه شبکې له څو نړیوالو جنایي سازمانونو سره اړیکې درلودې.

د راپورونو له مخې دغې شبکې له هغو کسانو سره اړیکې درلودې چې په بېلابېلو هېوادونو کې یې د سیاسي پناه غوښتنه کړې او د ځینو ډلو له خوا یې ملاتړ کېده.

د پاکستان د څېړنو فدرال ادارې په وینا، قاچاقبرانو د مختلفو هېوادونو لپاره د جعلي اسنادو جوړولو لپاره پرمختللی چاپ خونه جوړه کړې وه.

له دغو جعلي اسنادو څخه د خلکو د غولولو لپاره په بهر کې د دندو د ژمنې او له زیانمنو کسانو څخه د ګټې اخیستنې لپاره کار اخیستل شوی و.

د سما شبکې د راپور له مخې، د پاکستان د څېړنو فدرال ادارې  خپلې څېړنې پراخې کړي دي او تمه کیږي چې د دغې شبکې د عملیاتو بشپړ اړخونه کشف شي.