په هرات کې سیمه ییزې سرچینې وايي، ناپېژاندو وسله والو په دغه ولایت کې د یوه خصوصي ښوونځي مخې ته یو ۱۱ کلن ماشوم تښتولی دی.
د راپورونو له مخې دغه ماشوم امیر علي نومېږي او د یکشنبې په سهار د هرات ښار د ۱۲مې ناحیې اړوند د معراج خصوصي ښوونځي ته څېرمه د دوو ښځو او یوه سړي له خوا تښتول شوی دی.
ځايي سرچينې وايي، دغه ماشوم د غزني ولايت د جاغوري ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى و او پلار يې هرات ته د کار لپاره راغلى و.
دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې دوه اوونۍ وړاندې په هرات کې یو بل ماشوم هم د سړي تښتوونکو له خوا ووژل شو.
په هرات کې طالب چارواکو د دغه پېښې په اړه څه نه دي ویلي.