سرچینو تایید کړې، چې څارنوال الهام الدین یمین په کابل کې د پنجشنبې د ورځې د چاودنې له قربانیانو څخه دی.
طالبانو په دغه ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمېر شپږ تنه ښودلی، خو سرچینې بیا د قربانیانو شمېر تر دې زیات بولي.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.