افغانستان

 متقي: فقر او بې روزګاري له هېواده د افغانانو د وتلو لاملونه دي

د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد د یکشنبې په ورځ ترکیې ته د متقي د سفر اعلان وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په استانبول کې د افغانستان د کونسلګرۍ له کارکوونکو ته وينا کوله، وویل، چې افغانان د مجبوریت، بې وزلۍ او بېکارۍ له امله له هېواده وځي.

متقي په خپلو خبرو کې د کونسلګرۍ کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې په ترکیه کې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي.

ترکیې ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر د سفر موخه لا نه ده په ډاګه شوې.

د ملګرو ملتونو په تور لېست کې د شاملېدو سره سره، امیر خان متقي په دې وروستیو کې د اسلامي کنفرانس د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره کامرون ته سفر کړی و.

متقي د طالبانو په کابینه کې یو مهم کس دی چې د ٢٠٠١ زيږديز  کال د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته د ملګرو ملتونو له خوا له نورو طالب چارواکو سره یوځای پرې بندیزونه ولګول شول. په دې بندیزونو کې د سفر بندیز او د هغه د شتمنیو کنګل کول شامل دي چې لا هم پر ځای دي.

د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې، د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې شاوخوا اته میلیونه افغانان د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

ډېری دغه کډوال ګاونډیو هېوادونو افغانستان، ایران او پاکستان ته تللي دي.