افغانستان

د شړل شویو افغان کډوالو الوتکه د لایپزیګ له هوايي ډګره ووتله

 جرمني رسنیو خبر ورکړی، چې د شړل شويو افغان کډوالو یوه الوتکه د جرمني د هالې ښار د لایپزګ له هوايي ډګره ووتله.

دا په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته د جرمني لخوا د افغان کډوالو د شړلو لومړۍ الوتکه ده.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې په جرمني کې د دغه هېواد له ایالتي تاکنو مخکې د پناه غوښتنې او اخراج د قوانینو پر سر سیاسي ناندرۍ روانې دي.

د افغان او سوريايي کډوالو د اخراج مسٸلې د جرمني پر اتباعو د چړې له څو بريدونو وروسته زور اخيستې واخيست.