د د نېشن ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ ټرانزیټي سوداګري په ۲۰۲۳-۲۰۲۴ مالي کال کې د تېرو کلونو په پرتله ۵۹ سلنه کمه شوې ده.
د راپور له مخې په تېر کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ټرانزیټي سوداګرۍ کچه ۲.۹ میلیارده ډالره کمه شوې ده. دا د تېرو کلونو د ورته مودې په پرتله د پام وړ کمښت ښيي.
یوه پاکستاني چارواکي د نېشن ته ویلي، چې په دې موده کې پاکستان ته د افغانستان صادرات ۴۰ سلنه کم شوي دي. په مقابل کې افغانستان ته د پاکستان صادراتو بهير په سلو کې ۱۲سلنه لوړ پاتې دى.
دغه پاکستاني چارواکي همداراز ویلي، چې تېر مالي کال افغانستان ته د پاکستان د صادراتو ارزښت ۵۹.۱۱ میلیونه ډالره و، چې د اګست تر ۲۵مې پورې دغه شمېره ۷۵ سلنه زیاته شوې او ۱۰۳.۵۲ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.
د نېشن همداراز راپور ورکړى، چې د جولای په میاشت کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخېزې سوداګرۍ ټولیز ارزښت ١٤١.١٨ ملیون ډالره و چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٤١ سلنه زیاتوالی ښيي. د راپور له مخې، د تېر کال په جولای کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ټرانزیټي سوداګرۍ کچه ۹۹.۹۸ میلیونه ډالره وه.
په همدې حال کې د جولای په میاشت کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۱۰۳.۵۲ میلیونه ډالرو ته رسېدلي چې د تېر کال په پرتله ۷۵ سلنه زیاتوالی ښيي.