افغانستان

امریکا او ازبکستان په تاشکند کې د افغان چورلکو پر برخلیک هوکړه وکړه

Former Afghan Air Force. File photo.

په تاشکند کې د امریکا سفیر جوناتان هنيک د دوشنبې په ورځ وویل، متحده ایالات او ازبکستان د هغو الوتکو د برخلیک په اړه هوکړې ته رسېدلي چې د افغان پوځ له خوا د ازبکستان خاورې ته لېږدول شوې وې.

د طالبانو دفاع وزارت د دغه موضوع په غبرګون کې ويلي، د چورلکو او الوتکو په اړه هر ډول هوکړه ورته د منلو وړ نه ده.

ښاغلي هینک د ازبکستان د  «کان» رسنۍ ته ويلي، چې دا تجهیزات په حقیقت کې د متحده ایالاتو پورې اړه لري.

هغه زیاته کړه، «دا تجهیزات هېڅکله افغاني نه دي، بلکې تل د امریکا ملکیت و.»

د امریکا سفیر همداراز ویلي چې « افغان پوځ له دغو الوتکو کار اخیستی، خو مالکیت یې تل له موږ سره دی.»

د طالبانو تر واک لاندې د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، «په ازبکستان کې د افغان چورلکو او الوتکو د برخلیک په اړه هر ډول هوکړه د منلو وړ نه ده.»

دغه وزارت همداراز ټینګار کړی چې متحده ایالات «د افغانانو د شتمنیو د ورکولو یا ضبطولو حق نه لري.»

طالبانو له ازبکستانه غوښتي چې د دغه تجهیزاتو په برخه کې له نورو هېوادونو سره له هر ډول جوړجاړي ډډه وکړي.

د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې افغانستان ۱۶۴ پوځي الوتکې درلودې چې اوس وخت کې یوازې ۸۱ یې پاتې دي.

د افغانستان د هوايي ځواک ځينو هوابازانو وکولای شول چې د دغو الوتکو او چورلکو يو شمېر ازبکستان او تاجکستان ته ولېږدوي، چې د کابل له سقوط وروسته يې شمېر ۲۲ پوځي الوتکو او ۲۴ چورلکو ته رسېږي.