سویلي آسیا

 په پاکستان کې ترافيکي پېښې له ٨ تنو ژوند واخيست

پاکستاني رسنيو  راپور ورکړى، چې د پاکستان د سند ایالت د «ګوټکي»ښار پر لویه لار د یوه مسافر وړونکي بس او بار وړونکي موټر ترمنځ د ټکر له امله اته تنه مړه شوي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه بس د دوشنبې په سهار له “مانسهرې” څخه کراچۍ ته روان و چې د سکر – ملتان پر لویه لاره له یوه بار وړونکي موټر سره يې ټکر وکړ.

په پېښه کې ٧ تنه ټپیان شوي چې د څلورو تنو روغتیايي حالت نازک ښودل شوى دی.

پولیس وايي په مړو شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.