ورزش

راشد خان په پرله پسې دوهم کال د اسټرالیا کرېکټ لیګ کې برخه نه اخلي

د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې نامتو لوبغاړی راشد خان به د پرله پسې دویم کال لپاره د اسټرالیا په «بېګ باش» لیګ کې ګډون ونه کړي.

د راشد خان نه شتون، چې د کرېکټ یو له مشهورو ستورو څخه دی، د اسټرالیا کرېکټ او «اډلايډ سټرایکرز» لوبډلې ته به سخت ګوزار وي.

د « اډلايډ سټرایکرز» لوبډلې چارواکو د دوشنبې په ورځ د هغو مشهورو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ چې راتلونکې میاشت به په لیګ کې برخه واخلي. په دغه نوملړ کې د ویسټ انډیز لوبډلې تکړه لوبغاړی شمر جوزف د یوې مهمې څېرې په توګه معرفي شوی دی.

په دې نوملړ کې د انګلستان الکس هېلز، جیسن روی، جیمز وېنس، لوری ایوانز او د نیوزیلینډ تېز بالر لکی فرګوسن شامل دي.

د اسټرالیا کرېکټ د چارواکو په وینا، راشد خان پخپله پرېکړه کړې چې د سپټمبر د لومړۍ نیټې لپاره خپل نوم ثبت نه کړي. دا پرېکړه د سټرایکرز لوبډلې د مدیریت او د راشد خان د استازو ترمنځ له خبرو وروسته شوې ده.

تر دې وړاندې راشد خان اعلان کړی و، چې که اسټرالیا د طالبانو له خوا د « بشري حقونو د سرغړونې» او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د سرغړونې له امله د افغانستان د ملي لوبډلې پر وړاندې له لوبېدو ډډه وکړي، نو په «بیګ باش» لیګ کې به ګډون ونه کړي. استرالیا تر دې مخکې هم د همدې اندېښنو له امله د افغانستان پر وړاندې دوه ټیسټ لوبې ځنډولې وې او اعلان یې کړی و چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت تر ښه کېدو پورې به له افغانستان سره په دوه اړخېزو سیالیو کې ګډون ونه کړي.

راشد خان د «بېګ باش» په تاریخ کې په ۶۹ لوبو کې ۹۸ ویکټې اخیستو سره د یوه بهرني لوبغاړي له خوا د ډېرو ویکټو اخیستو ریکارډ جوړ کړ او په شل اوریزو فارمټ کې د نړۍ لومړی نمبر توپ اچونکی دی.

خو راشد خان به د روان کال په ډسمبر میاشت کې د زیمبابوې پر وړاندې په ټیسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې برخه واخلي او د سویلي افریقا په لیګ کې چې د راتلونکي کال د جنورۍ په نهمه پیلیږي هم برخه واخلي. دغه راز یو بل افغان لوبغاړي مجیب الرحمن هم په «بېګ باش» لیګ کې د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې ده.

شاوخوا ۶۰۰ لوبغاړو د راتلونکي دوبي په «بېګ باش» لیګ کې د ګډون لپاره خپل نومونه وړاندیز کړي دي. د راشد خان د نه لوبېدو پرېکړه په داسې حال کې  نيول شوې، چې د استرالیا د ټېسټ لوبډلمشر پیټ کامينز هم د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې احتمال لري په لیګ کې د لوبېدو چانس له لاسه ورکړي.