فاکس نیوز راپور ورکړی چې طالبان د افغان حکومت د پخوانیو څارنوالانو څخه د غچ اخيستنې په لټه کې دي.
د تکزاس پخواني څارنوال جو مایډا فاکس نیوز ته ويلي، «طالبان د هغو څارنوالانو څخه د غچ اخيستنې په لټه کې دي چې [افغانستان] په پخواني حکومت کې یې تروریستي قضیې مخ ته وړلې.»
د امریکا دغه لوی څارنوال وايي، چې طالبان دا کار ولايتونو خپلو د ځانګړو ټیمونو په استولو سره ترسره کوي، بیا جوماتونو ته لیکونه لیکي، څو دغه کسان په نښه او بیا دغه کسان«غائبوي».
طالبانو د بيا واک ته راستنېدو سره سم عمومي عفوه اعلان کړه، او د دوی چارواکو په وار وار ادعا کړې چې دوی په ټول افغانستان کې د خپل مشر دغه امر پلي کړى دى.
خو فاکس نیوز د افغانستان د څارنوالانو د ټولنې د اجرایوي رییس او د لوی څارنوال په توګه د سعيد(مستعارنوم) په حواله ویلي چې ښاغلي سعید د ۳۲ څارنوالانو او د هغوی د کورنیو د غړو د وژل کېدو په اړه يو سند وړاندې کړى چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د جولای له ۵ نېټې څخه وژل شوي دي.
دغه خبري شبکه وايي چې د قربانیانو د مړینې څرنګوالی وحشتناک دی. ډیری یې یا په عامه ځای کې یا د دوی په کورونو کې ویشتل شوي. يو شمېر يې د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شول. نور په ځانګړي ډول د طالبانو لخوا وژل شوي دي.
په همدې حال کې د راپور له مخې، دوه څارنوالان هم د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله وژل شوي دي. د درېیو ښځینه قربانیانو په ګډون نور نیول شوي او شکنجه شوي دي.
ښاغلي سعید فاکس نیوز ته ويلي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو راهیسې ۱۰۰ نور څارنوالان ټپیان شوي او ۵۰ نور «د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي او برخلیک یې معلوم نه دی.»
سعید اټکل کوي چې له ۳زره ۸۰۰ څارنوالانو څخه شاوخوا ۱۰۰۰ تنه یې چې ویل کېږي د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې مخکې په دندو بوخت وو اروپايي هېوادونو ته تللي دي.
هغه همداراز زیاته کړه چې په افغانستان کې بند يو زرو ۵۰۰ څارنوالان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
ښاغلی سعید دغه راز په دې باور دی چې شاوخوا ۵۰۰ څارنوالان پاکستان، تاجکستان او ایران ته تليى دي. چې اوس هم د ځورونې او جبري شړلو سره مخ دي او په «نا امیدۍ» کې ژوند کوي.
د فاکس نیوز د راپور په یوه بله برخه کې د امریکا د سولې انسټیټیوټ د موندنو پر بنسټ راغلي چې په افغانستان کې د ښځو لپاره طلاق نور د قانوني غوراوي په توګه نشته، ځكه طالبانو د پخواني افغان حکومت له خوا د طلاق ټول فرمانونه لغوه کړي دي.
په دغه راپور کې راغلي “د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې، هغه ښځې چې د خپلو مېړونو له خوا تاوتریخوالی تجربه کوي اوس د طالبانو زندانونو ته وړل کیږي. د راپورونو له مخې پر ځینو افغان ښځو د طالبانو له خوا جنسي تېري شوي او آن وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان تل ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د ښځو ټول شرعي حقوق تضمین کړي دي.