په هېواد کې د پاکستان د ویزې یو شمېر غوښتونکي د پاکستاني ویزو د وېش په بهیر کې پر سستۍ نیوکه کوي او وايي چې پاکستاني ویزې په تور بازار کې په لوړه بیه پلورل کېږي.
یو شمېر ناروغان او ناروغ لرونکي وايي، چې د پاکستان ویزې ترلاسه کولو ته په میاشتو میاشتو انتظار باسي، خو هيڅ پایله نه لري.
د پاکستاني ویزې دغه غوښتونکي وايي چې پاکستاني ویزې تر درې زره ډالرو پورې په تور بازار کې پلورل کېږي.
په تېرو کلونو کې پاکستان تل د افغان ناروغانو د درملنې لپاره یو مهم ځای و، خو په دې ورځو کې د پاکستان ویزې ترلاسه کول په حقیقت کې له هفت خان رستم څخه د تېرېدو مساله ګرځېدلې ده.
مريم او د هغې مور، چې دواړه ناروغه دي، د پاکستان د ويزو غوښتونکي دي.
هغه وايي چې په افغانستان کې د دوی درملنه ممکنه نه ده او د پاکستان ویزه هم ورته ناشونې شوې ده.
مریم آمو ته وویل: «موږ د پاکستان ویزې غوښته کړې، شپږ میاشتې وخت نیسي، په دې شپږو میاشتو کې ویزه نه ده راغلې، مور مې ناروغه ده او زه هم ناروغه یم، کله چې زه دلته روغتون ته لاړم، هغوی راته وویل چې ګردې دې له کاره لوېدلې او باید د درملنې لپاره بهر ته لاړ شم.»
یوه بلې ناروغې، نازیه، آمو ته وویل: «زه له څو کلونو راهیسې ناروغه یم او پخوا ښه وه چې د پاکستان ویزې ترلاسه کول اسانه وو، اوس ویزه ستونزمنه شوې او د کمېشن استازي له یو څخه تر درې زرو ډالرو پورې غواړي.»
که څه هم پخوا د پاکستان ویزه په تور بازار کې له پخوا راهيسي پلورل کېده، خو اوس یې غوښتوونکي په تور بازار کې د هغې د لوړې بیې خبره کوي.
د پاکستان ویزې غوښتونکې، یلدا، وایي: «که موږ ويزه په ناقانونه توګه او د تور بازار له لارې ترلاسه کړو، دا به موږ ته تر درې زرو ډالرو پورې لګښت راشي، او تاسو د خلکو په مالي حالت هم پوهيږئ، چې کار نشته.»
د پاکستان ویزې یو بل غوښتونکي، آمو ته وویل: «شپږ میاشتې کېږي چې موږ د پاکستان د ویزې غوښتنه کړې ده. زه هم له اقتصادي ستونزو سره مخ یم او نه شم کولای چې د تور بازار له لارې ویزه واخلم. موږ غواړو چې دې ستونزې ته جدي پاملرنه وشي ترڅو زموږ ناروغان ضایع نشي.»
په افغانستان کې د پخواني حکومت له نسکورېدو او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ډېرو هېوادونو کونسلګري او افغان وګړو ته د وېزو ورکولو لړۍ بنده کړې او یوازې د ایران او پاکستان په ګډون ځینو هېوادونو دغه بهیر ته دوام ورکړی دی.