د ساحلي فوټبال د رشتې لپاره د ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ په کابل کې پیل شوې.
د دغه ورزشي رشتې په برخه کې چارواکي وايي، له دغو سیالیو څخه یې موخه د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې جوړول دي.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ د بېلابېلو ولايتونو د لسو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
د دې سیالیو په لومړۍ ورځ د ۴ لوبډلو ترمنځ ۲ لوبې ترسره شوې.
د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغان کلپ لوبډلې د سباوون لوبډلې ته د ٥ پر ٣ په توپیر ماتې ورکړه.
په ورته وخت کې د رامکي لوبډلې د ٦پر ۵ په پایلې سره د پامیر لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې له جوړېدو وروسته به دغه لوبډله په بهرنیو لوبو کې ولوبېږي.