افغانستان

طالبان وایي د مهاجرینو او کورنیو بی‌ځایه شویو شمېر لس مېلونه دی

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو شمیر لس میلیونه دي.

د طالبانو د دغه وزارت چارواکي وايي له اوو میلیونو ډېر افغانان په بهرنیو هېوادونو کې کډوال دي، چې له ډلې یې تر ټولو ډېر کډوال ایران او پاکستان کې دي.

طالبان ادعا کوي، چې په تېر کال کې یو مېلیون او اته سوه زره افغان کډوال هېواد ته راغلي او د دغو کډوالو تر ټولو ډېر کوربه ننګرهار، لغمان، کندهار او هرات ولایتونه دي.

خو د هېواد يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې بې وزلي او د طالبانو محدوديتونه په تېره بيا د زده کړو او کار په برخو کې د راستنېدونکو پر وړاندې سترې ننګونې دي.

افغانستان په نړۍ کې د هغو دریو هېوادونو په ډله کې دی چې تر ټولو زیات کډوال لري. د طالبانو د کډوالو وزارت وايي له اوو میلیونو زیات افغانان په بهرنیو هیوادونو کې کډوال دي او ایران او پاکستان د کډوالو ترټولو لوی کوربه هیوادونه دي.
خو له نږدې یوه کال راهیسې پاکستان او ایران د کډوالو جبري ایستلو ته زور ورکړی دی.

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ادعا کوي چې تیر کال له دغو دوو هیوادونو څه باندې یو میلیون اته سوه زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

خو هېواد ته راستانه شوي کسان وايي، چې له يوې خوا د طالبانو له لوري له ښوونیز محروميت سره لاس او ګرېوان دي او له بلې خوا د بېوزلۍ او بې کوره کېدو له ستونزې سره مخ دي. یو شمېر افغانان له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر طالبانو فشار راوړي چې دوی په ځانګړي ډول د زده کړو په برخه کې لګېدلي محدودیتونه لیرې کړي.

میترا، یوه زده کوونکې، وایي :«د طالبانو پر نظام فشار راوړئ، ځکه د افغان نجونو ژوند تباه کیږي او د دوی هیلې له منځه ځي.»

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو د شمیر په اړه عمومي شمېرې نه ورکوي، خو وایي په عربي هېوادونو لکه سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو کې تر څلور نیم زرو ډېر افغان وګړي په بېلابېلو جرمونو بندیان دي.

خو ویل شوي چې د افغان بندیانو شمېر په ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران کې ډېر دی. د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د هغو کسانو شمېرې خپرې کړې، چې په تېر یوه کال کې د ایران او پاکستان له زندانونو خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.