د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان کونسلګري وايي، د دغه هېواد پولیسو شپږ افغان اتباع د پاکستان له زندانونو خوشې کړي دي.
دغه بندیان پرون (جمعه، د زمري ۱۹مه) د سولجر بازار له حوزې خوشې شول.
په کراچۍ کې د طالبانو د کونسلګرۍ له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، پاکستاني ځواکونو دغه افغان وګړي د کډوالۍ کارتونو لرلو سربېره هم نیولي دي.