ښځې

 د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکه: د اګست ۱۵مه د افغانستان د خلکو لپاره یوه «توره او بده» ورځ ده

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې په یوه خبرپاڼه   کې د جمهوريت د ړنګېدو او واک ته د طالبا»نو د بېرته راګرځېدو د دریمې کلیزې په مناسبت د اګست ۱۵مه د افغانانو لپاره یوه «توره او بده ورځ” وبلله.

د ښځو دغه شبکې ویلي، «نړۍ په دې ورځ افغانستان طالبانو ته وسپاره او د هېوادوالو ژوند، برخليک او راتلونکې یې برباد کړل.»

دغې شبکې په خبرپاڼه کې راغلي، د افغان ښځو اوسنی وضعیت د طالبانو ار حاکميت  لاندې خپلې «تر ټولو ناورينونکي کچې» ته رسېدلی دی.

په دغه خبرپاڼه کې ويل شوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه پر افغانستان د «جهالت تور سيورى» راپرېوت.

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکه وايي، دا ورځ «ترهګرې ډلې ته د واک د غیر عادلانه انتقال» او د بې ګناه افغانانو د راتلونکو هیلو او اميدونو د ماتې نښه ده.

د دې شبکې ښځينه غړې وایي، دا ورځ باید د دې یادونه وي چې افغانان باید متحد، خواخوږي او د ازادۍ، عدالت او بشري حقونو د تامین لپاره سره ودریږي.

د ښځو دغه شبکې وویل، «دا اوسنی نامتوازن حالت باید پاتې نشي او افغانستان باید هېر نه شي.»

نوموړې شبکې زياته کړې، له هغه راهیسې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پرافغانستان واک تر لاسه کړى، ښځې له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې دي او د کورني تاوتریخوالي، جبري ودونو، جنسیتي تبعیض او لوړو زده کړو ته د نه لاسرسي په څېر له ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان د ښځو د مشارکت شبکې په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، «د ځوانو افغان مېرمنو په منځ کې ځان وژنه زیاته شوې او دا وضعیت د اندېښنې وړ دی.»

د دې شبکې ښځینه غړې وايي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې شواهدو او شرایطو ته په کتو په هېواد کې «جنسي تبعیض» ښکاره او څرګند دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه پر افغانستان د واک تر لاسه کولو راهيسې، ښځې او نجونې له خپلو ټولو اساسي حقونو بې برخې کړي او د ښځو د ژوند په بېلابېلو اړخونو یې سخت محدودیتونه وضع کړي دي.

وروسته له هغه چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، دوی له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو منعې کړې او د پوهنتونونو دروازې یې د نجونو او ښځو پر مخ هم وتړلې.

د ياد ونې وړ ده، چې طالبانو د خپلې کابو درې کلنې واکمنۍ پر مهال په ټول افغانستان کې د کانکور په ازموينه کې نجونو پر ګډون بنديز لګولى او آن یوې انجلۍ له ګډون پرته يې هم  سږکال د کانکور ازموینه واخيستله.