ورزش

 د کابل په سوٸل کې د پهلوانۍ سیالۍ پیل شوې

د کابل ښار په سوېلي زون کې د ۲۲ ورزشي کلپونو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ پیل شوې.

د طالبانو تر ادارې لاندې د المپيک رياست نن (سه شنبه، د زمري ۱۶) په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې په دغو سياليو کې د تنکيو ځوانانو، ځوانانو او لويانو  له ۳۲ څخه تر ۱۲۰ کيلو ګرام وزن پورې ۲۷۰ ورزشکاران برخه اخلي.

دغه سيالۍ د دريو ورځو لپاره د سکيتسيان په لوبغالي کې ترسره کېږي.