ښځې

 سرچینې: کبرا غلامي په ایران کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شوه

سرچينې وايي، په ايران کې مېشته افغان کډواله څېړونکې کبرا غلامي له خپلې کورنۍ سره يو ځای شوې ده.

تېره اونۍ، ځینو ایراني رسنیو اعلان وکړ چې په ایران کې د اوسېدو لپاره د «ټولو اړینو اسنادو» لرلو سره سره د کبرا غلامي پاسپورټ د ایران حکومت له کومې قانوني او حقوقي پروسې پرته لغوه کړ.

د راپورونو له مخې، د مېرمن غلامي د پاسپورټ د لغوه کېدو لامل د «حجاب» مسٸلې اړوند  وه. د مېرمن غلامي د شړلو په اړه د ایران د حکومت دغه پرېکړه په ایران او افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د فعالانو له توند غبرګون سره مخ شوه.

کبرا غلامي د ټولنیزو علومو په برخه کې زده کړې کړي او ۳۵ کالو راهيسې په ایران کې ژوند کوي.