په داسې حال کې چې د طالبانو له خوا له شاوخوا درېيو کلونو راهیسې ښځینه وکیلانې له کار کولو منعه شوي او د مدافع وکيلانو په ازموینې کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې، طالبان وايي په تېر کال کې یې د ۱۵۹۰ وکیلانو جوازونه تمديد کړي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د عدلیې وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې په تیر کال کې ۱۰۱عنوانه « تقنیني سندونه» هم تسويد شوي دي.
په دغه وزارت کې د طالبانو چارواکو همداراز ویلي چې دوی په تېر کال کې د خپل مشر له لوري ۵۰ طرزالعملونه، مقررات او فرمانونه تصویب او تدقيق کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د پرله پسې دریم کال لپاره د ښځو په نه شتون او له ۵۰۰ څخه د زیاتو نارینه غوښتونکو په ګډون د مدافع وکیلانو د جوازونو د اخیستو ازموینه واخیسته.
له بلې خوا طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې څو فرمانونه صادر کړي چې پر بنسټ يې په افغانستان کې د ښځو پر اساسي حقونو سخت بندیزونه لګولي دي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه پر افغانستان د واک تر لاسه کولو راهيسې ، له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو منعې کړې او د نجونو او ښځو پر مخ یې د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
د يادونې وړ ده، طالبانو د خپلې کابو درې کلنې واکمنۍ پر مهال د کانکور په ازموينه کې د نجونو په ګډون بنديز لګولى او په ټول افغانستان کې آن د یوې انجلۍ له ګډون پرته هم د کانکور ازموینه واخستله.