د پارېس المپیک سیالیو کې د جمعې په ورځ د افغان جودوکار محمد صمیم فیض زاده د ډوپینګ ازموینه مثبته ثابته شوه.
د ډوپینګ ضد نړیوال سازمان (آى ټي اى) اعلان کړی چې ښاغلی فیض زاد په موقتي توګه له سياليو لرې شوی دى او کولی شي بيا غوښتنه وکړي.
۲۱ کلن فیض زاد چې د منفي ۸۱ کیلو ګرامه وزن په لرلو سره یې له افغانستان څخه په دې سیالیو کې برخه اخیستې وه، تېره اوونۍ د یوه اتریشي سيال په وړاندې له تخنیکي پلوه ضربه او او ماته يې وخوړه.
د ښاغلى فيض زاده د دوسیې تر بشپړېدو پورې د ۲۰۲۴ کال د پارېس المپیک په سیالیو کې له سيالۍ، روزنې، تمرين او هر ډول ورزشي فعالیتونو منع شوی دی.
ښاغلي فیض زاد تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.