د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) او د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په ټوله نړۍ کې ۵۲ سلنه ماشومان سالمې شیدې نه تغذیه کوي.
دغه صندوق د «د مور د شیدو د تغذیې نړیوالې اونۍ» په مناسبت د روغتیا له نړیوال سازمان سره په ګډه خبرپاڼه کې ویلي، چې ماشومانو ته د میندو د شیدو ورکولو د کچې لوړېدل کولای شي هر کال د څه باندې ۸۲۰ زره ماشومانو ژوند وژغوري.
په دغه ګډه خبرپاڼه کې د روغتیايي نابرابرۍ کمولو، د بقا او د ژوندي پاتې کېدو په موخه د میندو او ماشومانو د حقونو د ساتنې لپاره د«اړين اقدام» په توګه د مور د شیدو د تغذيې ملاتړ ته وده ورکولو پر اړتیا باندې هم ټینګار شوی دى.
د دغې خبرپاڼې له مخې، ۴،۵ میلیارده وګړي چې د نړۍ له نیمایي څخه زیات نفوس تشکیلوي، له اړینو روغتیايي خدمتونو برخمن نه دي. له همدې امله، یونېسف او د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې ډیری مېرمنې ماشومانو ته په لازمه او ښه توګه د شيدو ورکولو لپاره اړین ملاتړ نه ترلاسه کوي.
په دغه ګډه خبرپاڼه کې، د مېرمنو د شیدو ورکولو په سفر په اږدو کې روغتيايي روزنيزې مشورې، خواخوږي او درناوى د اړینو ملاتړونو په توګه ياد شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام تر دې مخکې د«خوړو د نړیوالې ورځې» په مناسبت په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې درې میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.
ياد سازمان ویلي چې دوی کولی شي له دې جملې یوازې د ١.٣ ملیونو خوارځواکه ماشومانو درملنه وکړي.
د خوړو د نړیوال پروګرام په راپور کې راغلي، تېر کال د مرستو له کمېدو وروسته په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام دا هم ویلي، چې مالي بحران او بشري وضعیت پر ماشومانو ډېرې اغېزې کړې دي.