روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: سږ کال ۱۷۰ کسان د شري ناروغۍ له امله مړه شوي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د روان زيږديز  کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د شري ناروغۍ له امله ۱۷۰ کسان مړه شوي دي.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې په تېرو اوو میاشتو کې د شري له ۳۹زره څخه زیاتې شکمنې پېښې ثبت شوې دي چې په دې کې له ٣١زرو څخه زیات ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي او شاوخوا ۱۸زره يې ښځې دي.

په همدې حال کې یو شمېر ډاکټران د سمو روغتیايي خدمتونو نه شتون او ماشومانو ته د شري د واکسین نه تطبيقول د دغې ناروغۍ د خپرېدو لامل بولي.

د هېواد يو شمېر اوسېدونکي هم پر وخت روغتيايي مرکزونو ته د نه لاسرسي او پر وخت د تشخيص پر نشتوالي نيوکه کوي او وايي، چې دا  يې د ناروغانو له لاسه ورکولو سبب ګرځېدلى دى.

د روغتیا نړیوال سازمان په هېواد کې د شري ناروغيو د پېښو د زیاتېدو خبر ورکړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان راپور ښيي چې تر ټولو ډېرې پېښې په خوست کې وې.

په همدې حال کې یو شمېر کورنۍ چې ماشومان یې په شري اخته شوي د خپلو ماشومانو د خراب وضعیت په اړه اندېښمن دي او وايي چې پر وخت یې تشخیص نه کېږي.

د بادغيس اوسېدونکې زهرا وويل: «څو ورځې وړاندې زما خور ډېر اسهال او کانګې درلودې او ګېډه يې پړسېدلې وه.” موږ هغه کلینیک ته بوتله،دوه یا درې ورځې وروسته رخصت شو، دوی وویل چې هغه ښه ده. د هغې حالت بیا خراب شو، موږ هغه روغتون ته یوړه او هغوی وویل چې په شري اخته ده. دلته سمه درملنه نشته او دوی وویل چې د ٤٠ ورځو لپاره يې باید درملنه وشي او اوس په روغتون کې بستر ده..»

د هرات اوسېدونکې ناجیې وايي: « د هغه ناسم تشخيص په نسبت چې په روغتيايي مرکزونو کې کېږي، زما لمسی له ۴۰ ورځو راهیسې په روغتون کې دی، خو تشخیص یې سم نه دى شوی. يو وايي په شري اخته دى، بل وايي بله ناروغي لري، موږ له يوه کلينيک څخه بل کلينيک ته ځو، هغه لا په بستر پروت دی او ناروغي يې نه ده ښه شوې.»

په همدې حال کې یو شمېر ډاکټران په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د سيسټم خرابوالى د دغې ناروغۍ د خپرېدو لامل بولي.

د وزیر اکبر خان روغتون پخواني رٸیس عبدالله احمدي وویل، «په تېرو اوو میاشتو کې په افغانستان کې تر ۳۵۰۰۰ ډېر کسان په شري اخته شوي دي، چې دا د تېرو کلونو په پرتله ډېره لوړه شمېره ده.»

د هغه په ​​وينا، د افغانستان خلکو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د ښه سيستم نشتوالي له بده مرغه د شري په څېر ناروغيو د خپرېدو کچه لوړه کړې او د افغانستان خلک يې ډېر قربانيان کړي دي. له همدې امله د عامې روغتیا وزارت دنده لري چې په دې اړه څېړنې پیل کړي، نیمګړتیاوې په ګوته کړي او ژر تر ژره خلکو ته د شري واکسین برابر کړي.»

د ډاکټرانو په وینا، شری په  کوچنیانو کې یوه عامه ساري او ویروسي ناروغي ده.

که چیرې یو ماشوم د شري ترڅنګ په نورو ناروغۍ لکه خوارځواکۍ اخته شي، نو د مړینې لامل يې کېداى شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا نړیوال سازمان تېر کال په افغانستان کې د شري ۲۵ زره شکمنې پېښې او د دغې ناروغۍ  له امله د ۶۴ تنو مړينه ثبت کړې وه.