نړۍ

بشارالاسد له پوتین سره په ليدنه کې: روسیه او سوریه له سختو ازموینو تېر شوي

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د رسنيو دفتر نن (پنجشنبه، زمري٤مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلي پوتين په کریملین کې د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره وکتل.

د دغه خبرپاڼې له مخې دغه ليدنه پرون ترسره شوه.

په دې ليدنه کې د روسیې ولسمشر او د هغه سوریايي سیال د دوه اړخېزو اړیکو، د سیمې پر وضعیت، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي اسد هم وویل، «روسیه او سوریه په تېرو لسیزو کې له سختو ازموینو تېر شوي دي.»

هغه وړاندې زیاته کړې، چې د سوریې او روسیې اړیکې د «متقابل باور په لوړه کچه» کې دي، چې دا د «پوخوالي نښه» ده.