سویلي آسیا

پاکستان د کونسلګرۍ د پېښې په تړاو د جرمني سفیر احضار کړ 

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي،د جرمني په فرانکفورټ کې د پاکستان پر کونسلګرۍ د برید په تړاو یې په اسلام اباد کې د جرمني سفیر احضار کړی دی. 

 پاکستاني رسنیو ویلي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت پر کونسلګرۍ د برید په اړه خواشیني څرګنده کړې او لاریون کوونکي یې یوه « افراطي ډله» بللې ده.»

 هغه ویډیو چې له دې پېښې خپره شوې ښيي چې یوه ډله خلک چې د پخواني افغان حکومت بیرغ یې په لاس کې دی، په فرانکفورټ کې د پاکستان پر کونسلګرۍ برید کوي او د پاکستان بیرغ ښکته کوي.

 دا پېښه د شنبې په ورځ (دچنګاښ ۳۰مه) رامنځته شوې ده.