افغانستان

طالبان: له جمو او کشمیر سره مو د افغانستان ۱۰۲ کیلومتره پوله څېړلې

د طالبانو تز واک لاندې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په بدخشان کې د دوی یوه پلاوي د افغانستان او جمو او کشمیر تر منځ د ۱۰۲ کیلومتره پولې څېړنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د طالبانو پلاوي د بدخشان د واخان ستراتیژیکې سیمې او ۲۴۶.۰۱ کیلومتره پوله، چې طالبان یې له پاکستان سره « فرضي کرښه» بولي؛ هم څېړلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د ډیورنډ کرښه د «فرضي کرښې»په توګه نه مني او چارواکو یې په وار وار ویلي چې ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ «رسمي پوله» ده.

طالبانو په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې د دوى پلاوي له تاجکستان سره ۴۳۴.۶۲ کیلومتره او له چین سره ۹۶ کیلومتره پوله هم څېړلې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، د بدخشان واخان ولسوالۍ له جمو او کشمیر، چین او تاجکستان سره ګډه پوله لري.