د طالبانو تر ادارې لاندې د هوا پېژندنې ادارې په یوه خبرپاڼه کې د هېواد په اتو ولایتونو کې د سېلابونو او سختو بادونو سره د سختو بارانونو د ورښت خبرداری ورکړی دی.
دې ادارې په دغه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن (شنبه د چنګاښ ۳۰مه) په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، پکتیا، لغمان او خوست ولایتونو کې د سختو بادونو او سیلابونو د راوتلو احتمال شته.
د خبرپاڼې له مخې، اورښت به په بېلابېلو سیمو کې د ۱۵ او ۳۵ ملي مترو ترمنځ وي.
دغه ادارې همداراز د هېواد په شمال، لوېديځو، سوېلي او مرکزي ولايتونو کې په يو ساعت کې له ٥٠ څخه تر ٩٠ کيلومتره سرعت سره د سختو بادونو د لګېدو خبر ورکړى دى.
په افغانستان کې سږ کال سېلابونه د لسګونه کسانو د مړينې؛ د هېواد په شمالي ولایتونو کې د زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکې او د خلکو د کورونو د ویجاړېدو لامل شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې اونۍ په ترڅ کې په هېواد کې د طبیعي پېښو له امله تر ۴۰ ډېر کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شوي دي.