نړۍ

په رفح کې د اسرائیلو په بمبارۍ کې ١٠ فلسطینیان وژل شوي

د غزې تړانګې په سوٸل کې د خان یونس په ښار کې د مواصي کډوالو پر کمپ له خونړي برید دوه ورځې وروسته، پرون (دوشنبه، د جولای ۱۵مه) اسرائیلي پوځ د غزې تړانګې پر جنوبي او مرکزي سیمو بمباري وکړه چې په پایله کې یې تر اوسه ۱۰ تنه فلسطینیان وژل شوي دي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د اسرائیلي پوځ اعلان کړی چې په دغو بریدونو کې یې د حماس غړی په نښه کړی دی.

خو په غزه کې مرستندویه ځواکونو اعلان کړی، چې د رفح په ختیځ کې یې د لږ تر لږه ۱۰ فلسطینیانو جسدونه موندلي، چې ځینې یې «تجزيه کېدو» په حال کې وو او د اسرائیلو تر ډزو لاندې راغلي وو.

په همدې حال کې د سیمې اوسیدونکو ویلي، چې اسرائیلي ځواکونو د ښار په لویدیځ او مرکز کې پر کورونو بمباري کړې ده.

رویټرز لیکلي، چې په غزه کې طبي سرچینو ویلي چې په دغو نښتو کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي دي.

اسراییلو اعلان کړی چې په دې بریدونو کې یې د حماس غړي له منځه وړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزې د روغتیا وزارت مخکې خبر ورکړی وو چې د مواصي پر کمپ د اسرائیلو په بمباریو کې لږ تر لږه ۹۰ فلسطینیان وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي.

د مواصي کمپ په رسمي ډول د اسرائیلي پوځ له خوا د هغو فلسطینیانو لپاره چې د غزې له نورو سیمو څخه د جګړو له امله تښتیدلي دي، د بشردوستانه زون په توګه نومول شوی دی.

خو اسراییل اعلان کړى، چې په دغو بریدونو کې د حماس د پوځي څانګې قوماندان محمد ضیف او د حماس د خان یونس لوا قوماندان رافع سلامه هم په نښه شوي دي.

دغه خبری اژانس همداراز ليکي، چې پر مواصي باندې د اسرائیلو بمبارۍ په غزې تړانګه کې د اوربند لپاره د خبرو اترو په دوام چې په مصر او قطر کې روانې دی، اغېزه کوي او د حماس یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې د شنبې د ورځې له حملې سره سره د هغوی مذاکره کوونکي د خبرو اترو په میز کې پاتې دی.