نن (دوشنبه د چنګاښ ۲۵مه) د ځوانانو د مهارتونو له نړیوالې ورځې سره برابره ده، ملګرو ملتونو په دې برخه کې د ځوانانو د حقونو د ملاتړ غوښتنه کړې ده. دغه سازمان ویلي چې زده کړه د ځوانانو د مهارتونو په لوړولو کې مهم رول لري.
«د سولې او پرمختګ لپاره د ځوانانو مهارتونه» سږ کال د ځوانانو د مهارتونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو شعار دى.
خو په افغانستان کې يو شمېر ځوانان وايي، چې په تېرو دريو کلونو کې مخ پر زياتېدونکي فقر او وزګارتيا د دوى د مهارتونو د ودې او پراختيا مخه نيولې او طالبانو د ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو په تړلو سره نجونې دغه هدف ته له رسېدو بې برخې کړې دي.
د ملګرو ملتونو تعليمي، علمي او کلتوري سازمان (یونيسکو) ویلي چې زده کړه د ځوانانو د مهارتونو د لوړولو لار ده.
هغه مسٸله چې د دغه سازمان په وينا ځوانانو سره د ښه دندې موندلو او د یوې سوله ییزې نړۍ په جوړولو کې مرسته کوي.
ملګرو ملتونو پر اېکس ټولنيزه شبکه د ځوانانو د ملاتړ لپاره د ټولو هېوادونو پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.
ياد سازمان ويلي: «راځئ چې د له ځوانانو د مناسبو مهارتونو څخه په ملاتړ ته ژمن شو،،،ترڅو د ټولو نسلونو لپاره ښه راتلونکى رامنځته کړي.»
خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ځوانانو د ودې او ملاتړ زمینه څه ده؟
یو شمېر افغانان وايي، چې د طالبانو تر واک لاندې ځوانان په تېره بیا نجونې په بېلابېلو برخو کې له ودې او پرمختګ څخه بې برخې شوې دي.
ځینې ځوانان زده کړې ته د ښې دندې او کار د ترلاسه کولو او په ژوند کې د بریا یوازینۍ لار ګڼي.
د کابل يوه اوسېدونکي احمد وايي: «يو نالوستى کس بې ارزښته دى، تر څو چې د سواد او زده کړې ارزښت ته ونه رسېږو، موږ به پرمختګ ونه کړو.»
يو شمېر هېوادولل وايي، چې په اوسنيو شرايطو کې ځوانان د خپلو کورنيو لپاره د ډوډۍ پيدا کولو په فکر کې دي او فقر او بېکارۍ يې ژوند ړرتريخ کړى دى.
د کابل يو بل اوسېدونکي محمد وايي: «زموږ تنکي ماشومان دا مهال بېکاره، بې روزګاره، په کوڅو او بازارونو کې ګرځي او په فقر کې ژوند کوي.»
په داسې حال کې چې ملګري ملتونه د ځوانانو د مهارتونو د لوړولو لپاره ښوونه او روزنه اړينه بولي، خو طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته ټولې نجونې ښوونځيو ته له تلو منع کړي او د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم تړل شوې دي.
ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو د ځوانانو د مهارتونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د تخنیکي او مسلکي زده کړو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
ملګرو ملتونو په ٢٠٢٤ کې د جولای ١٥ د ځوانانو د مهارتونو نړیوالې ورځې په توګه ټاکلی ترڅو د مهارتونو له لارې د ځوانانو ځواکمنتیا اهمیت روښانه کړي او نړیوالې ننګونې، په ځانګړې توګه د سولې جوړونې په وړاندې له منځه یوسي.