نړۍ

روسیه:  د اوکراین په ختیځ کې مو د اوروژاین کلی نیولی 

د روسيې د دفاع وزارت وايي، د اوکراين په ختيځ دونيتسک سيمه کې يې د اوروژاين کلي تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

رویټرز خبر ورکړی دی چې د روسیې پوځ په دې سیمه کې د ماینونو د خنثی کولو په حال کې دى.

د دغه راپور له مخې د روسیې د دفاع وزارت په خبرپاڼې کې راغلی: «د برياليو اقداماتو په پايله کې ختیځو ځواکونو په دونتسک کې د اورژواین سیمه تر خپل کنټرول لاندې راوستې او اوس پکې د ماین د پاکولو عملیات یې ترسره کوی.»

په همدې حال کې اوکرایني ويبلاګ لیکونکو ویلي دي چې د دغه هېواد ځواکونو د دونتسک ښار په جنوب لویدیځ کې د دغه کلي له کنټروله لاسه اخيستى، چې اوس د روسیې تر ادارې لاندې دی.

د دغه خبري آژانس د راپور پر بنسټ، یو له دغو مشهورو اوکرایني پوځي ويبلاگرانو څخه د اوروژواين د نیولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې روسي ځواکونو «د دغه کلي په جنوب کې پراخ ډلييز بریدونه» پيل کړي دي.

په همدې حال کې، د اوکراین پوځ اعلان کړی چې په سیمه کې لا هم جګړه روانه ده.

د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په یوه خبرپاڼه کې یوازې دا تایید کړه چې روسیې پر دغه کلي او شاوخوا سیمو ۱۸ بریدونه کړي دي.

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې د روسیې د برید په لومړيو کې، د ارژواین کلی د دغه هېواد د ځواکونو له خوا ونیول شو؛ خو اوکراین شاوخوا یو کال مخکې دغه سیمه بېرته ونیوله.