د طالبانو استخباراتو ته نږدې یوې رسنۍ «المرصاد» په یوه راپور کې ادعا کړې، چې طالب ځواکونو تېره اوونۍ (د چنګاښ په ٢٠ نېټه)د کابل په پنځمه حوزه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د داعش د یوې مهمې شبکې څو غړي نیولي دي.
خو طالب چارواکو تر دې مخکې له ځینو بهرنیو چارواکو سره په خبرو کې ویلي چې دوی په افغانستان کې داعش«له منځه وړي» دي.
خو طالبانو ته د نږدې یوې رسنۍ د راپور له مخې، په دغه پټنځای کې یوه زیاته اندازه چاودېدونکي توکي، وسلې او مهمات هم کشف شوي، چې د دې ډلې په وینا د محرم پر مراسمو يې د «وژونکو بریدونو» پلان درلود.
طالبان ادعا کوي چې د دغه پټنځاى مسٶل يو افغان دى چې له يوې پاکستانۍ ښځې سره واده کړى او له روزنې وروسته افغانستان ته لېږدول شوى.
د رسنیو په راپور کې ویل شوي، هغه بریدګر چې څو میاشتې وړاندې یې د کابل په کوټه سنګي سیمه کې د شیعه ګانو یو موټر په نښه کړی و، هم نیول شوی دی.
د طالبانو استخباراتو ته نږدې دغه رسنۍ همداراز لیکلي چې: «توقیف شویو کسانو په پاکستان کې د یو شمېر دیني عالمانو، مدرسو، مخالفو څېرو او سیاستوالو نوملړ ترلاسه کړی چې داعش پرې د برید نیت درلود او یو شمېر یې تر برید مخکې وژلي وو.»
د دغه راپور بربنسټ، طالبانو له بندیانو څخه په افغانستان او یو بل ګاونډي هیواد کې د اهدافو لېست هم ترلاسه کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د امنیت د څار ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې داعش خراسان یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې په ټول هېواد کې شپږ بریدونه ترسره کړي دي.