روغتیا

په هېواد کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې نن (دوشنبه د چنګاښ ۱۸مه) د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو.

د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کمپاین د څلورو ورځو لپاره پیل شوی دی.

د دې خبرپاڼې پربنسټ، په څلورو ورځو کې به شاوخوا له پنځو کلونو کم عمره اته ميليونه ماشومان واکسين شي.

دا په داسې حال کې ده،چې روغتيا نړيوال سازمان د راپورونو پر بنسټ، د ګوزڼ ویروس یوازې په افغانستان او پاکستان کې پاتې دی.

د ياد سازمان د پخوانيو شمېرو له مخې تېر کال په افغانستان کې يوازې د ګوزڼ شپږ پېښې د ننګرهار ولايت په لرو پرتو سيمو کې ثبت شوې وې.

هند چې له یو ملیارد څخه زیات نفوس لري، مخکې یې خپل هېواد له ګوزڼ څخه پاک اعلان کړی و.