نړۍ

مسعود پزشکيان د ایران نهم رٸيس جمهور شو

د ایران د ولسمشريزو ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان پر بنسټ، مسعود پزشکيان دغه ټاکنې وګټلې.

د ایران د ټاکنو کمیسیون په تدریجي ډول د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې د ټاکنو پايلې اعلان کړې.

د ټاکنو په دې پړاو کې مسعود پزشکيان او سعید جلیلي د لومړي پړاو د مخکښو نوماندانو په توګه له یو بل سره سیالي وکړه.

د ایران «بيړنۍ»  ټاکنې وروسته له هغې ترسره شوې، چې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر ابراهیم رئیسي په اذربایجان کې د یوې چورلکې د غورځېدو په پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ.

د یادولو وړ ده چې د ایران د ولسمشرۍ ټاکنې د نوماندانو د مطلوبو رایو د نه ترلاسه کولو له امله دویم پړاو ته ولاړې چې په کې سعید جلیلي او مسعود پزشکيان د یو بل په وړاندې سیالي وکړه.

 مسعود پزشکیان د ټاکنو په دې پړاو کې له ۱۶ میلیونو ډېرې رایې خپلې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې سعید جلیلي د ایران د ولسمشرۍ په دویم پړاو ټاکنو کې له ۱۳ میلیونو ډېرې رایې وګټلې.

د ایران د ټاکنو د کمیسیون له خوا په تدريجي  ډول د ټاکنو د پايلو له اعلان راهیسې مسعود پزشکيان مخکښ و.