ټاکل شوې په دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه په راتلونکو څو ساعتونو کې پیل شي.
په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې به د څه باندې ۳۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي د قطر په ریتز کارلټن هوټل کې ګډون وکړي.
د دې غونډې کوربه توب د سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستياله روزميري ډي کارلو پر غاړه لري.
ډی کارلو چې اوس په دوحه کې ده، ويلي چې د غونډې موخه «د نړیوالو ژمنو سره سم د افغانستان ادغام دى.»
هغې وړاندې له طالبانو هم غوښتنه کړې وه، چې د افغانستان نړیوال مکلفیتونه مراعات کړي.
له بل پلوه، یو شمېر هېوادونو، د بشري حقونو سازمانونو او د ښځو د حقونو مدافعینو د غونډې پر څرنګوالي نيوکه کړې او ویلي یې دي چې ملګرو ملتونو د غونډې اجنډا د طالبانو په خوښه جوړه کړې وه.
د ملګرو ملتونو د ویاند سټیفن دوجاریک په وینا، په افغانستان کې د ښځو، بشري حقونو او د نجونو زده کړه موضوع په اصلي اجنډا کې نه ده ځاى شوي.
نوموړي په یوه تازه خبري کنفرانس کې ویلي، چې طالبان به د غونډې په لومړۍ او دویمه ورځ د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو له استازو سره خبرې وکړي.
دوجاریک زیاته کړې، چې د افغان ښځو او د مدني ټولنې فعالان به د غونډې په دریمه ورځ (د اصلي غونډې له پای ته رسېدو وروسته) د هېوادونو له استازو سره وګوري.
دا په داسې حال کې ده چې د ښځو یو شمېر استازو، د بشري حقونو مخکښو فعالانو او د ښځو د حقونو مدافعینو په دې غونډه کې د ګډون لپاره د ملګرو ملتونو بلنه رد کړې ده.