ښځې

ایران مېشتې اعتراض کوونکې: طالبان یوه «سختدريځه » ډله ده او باید ورسره اړیکه ونه نیول شي

په ایران کې مېشت د افغان اعتراض کوونکو مېرمنو غورځنګ وايي، طالبان یوه «سخته دريځه ډله» ده او نړۍ باید له دوی سره اړيکې ټينګې نه کړي.

د ښځو دغه اعتراضي غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دوحې دریمه غونډه چې ټاکل شوې سبا په قطر کې پیل شي، غندلې ده.

دغه غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «له طالبانو سره جوړجاړى د ښځوځپنې او ناپوهۍ سره جوړجاړى دى.»

دغه غورځنګ وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې له «ظلم او ستم» سره مخ دي.

دغه خبرپاڼه چې د دوحې د درېیمې غونډې په څنډه کې خپره شوې، ټینګار کوي چې افغان مېرمنې به د خپلو حقونو لپاره له مبارزې لاس وانخلي.

په ایران کې اعتراض کووکې ښځې وايي، ځینې هیوادونه د دوی د ټاکلو معیارونو خلاف عمل کوي او هڅه کوي له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي.