ښځې

اعتراض کوونکې ښځې: د دوحې غونډه جوړجاړى او د افغانانو له پامه غورځول دي

د تخار د ښځو غورځنګ چې د د اعتراض کوونکو ښځو یوه ډله ده، وايي  د دوحې دریمه غونډه «جوړجاړى او د افغانستان د خلکو له پامه غورځول دي.»

دغو اعتراض کوونکو مېرمنو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «ملګرو ملتونو، د بشري حقونو کمېسیون او د نړۍ ځینو هېوادونو د طالبانو د سپینولو او په رسمیت پېژندلو لپاره لسټوني بډوهلي.»

په همدې حال کې اعتراض کوونکې ښځې وايي، چې نړۍ بايد له طالبانو سره د جوړجاړي پر ځاى هغوى عدالت ته راکاږي.

ټاکل شوې د دوحې دريمه دوه ورځنۍ غونډه سبا په قطر کې جوړه شي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک یوې خبري غونډې ته ويلي، چې د طالبانو پلاوی به په لومړۍ او دویمه ورځ (یکشنبه، د چنګاښ لسمه او دوشنبه د چنګاښ يوولسمه) له استازو او بېلابېلو بنسټونو سره خبرې وکړي.

هغه زياته کړې، چې د ښځو او بشري حقونو فعالان به د غونډې په دريمه ورځ (د اصلي غونډې له پاى ته رسېدو وروسته) له دغو استازو او سازمانونو سره وګوري.