د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوحې د دریمې ناستې په مناسبت په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په دې غونډه کې د دوی ګډون له هیچا سره د دښمنۍ په معنا نه دی؛ بلکې د ټولو اړخونو سره د تعامل نښه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د دوحې په دویمه غونډه کې د ښځو او مدني ټولنو د استازو د ګډون له امله له ګډون څخه ډډه کړې وه.
له بل پلوه، د بشري حقونو د څار سازمان په ګډون د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو او هېوادونو په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو پر اجنډا نیوکه کړې او ويلي يې دي، چې دغه سازمان د دوحې د درېیمې ناستې اجنډا د طالبانو له غوښتنو سره سم چمتو کړې او ښځې او د طالبانو مخالفې ډلې يې ددې غونډې له اصلي ناستې لرې بې برخې کړي دي.
په همدې حال کې د طالبانو ویاند وايي، دوی تمه لري چې نړیواله ټولنه په سختو شرایطو کې دوى یوازې نه پرېږدي.
نړیوالې ټولنې او نړیوالو سازمانونو د طالبانو له څه کم درې کلنې واکمنۍ راهيسې د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو پر ژمنو ټینګار کړی دی.
د راپورونو له مخې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې نه یوازې د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او په آزاد تګ راتګ محدودیتونه لګولي دي؛ بلکې د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف د شکنجې او چلند له لارې يې نارینه له خپلو حقونو څخه هم بې برخې کړي دي.
ټاکل شوې چې په دوحه کې د خبرو دریم پړاو سبا (یکشنبه د چنګاښ ۱۰مه) په قطر کې د طالبانو د یوه پلاوي، د هېوادونو د استازو او د ملګرو ملتونو په کوربه توب پیل شي.