د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د کښتیو جوړولو په اړه په یوه غونډه کې ويلي چې د هغه هېواد سمندري ځواکونه به په ۲۰۲۴ کال تر ۴۰ ډېرې بېړۍ او کښتۍ ترلاسه کړي.
د تأس د راپور پر بنسټ، هغه په دې غونډه کې وویل: «د ٢٠٢٢ په پرتله، سمندري ځواکونو ته ٢٤ نوې بېړۍ او کښتۍ ورکړل شوې، په ٢٠٢٣ کې دا شمېر ٣٣ وو؛ خو په پلان کې ده چې په ۲۰۲۴ کال کې دغو ځواکونو ته تر ۴۰ زیاتې کښتۍ او بېړۍ ورکړل شي.»
د روسيې ولسمشر د خپل هېواد د سمندري ځواکونو د کښتيو د شمېر زياتول د دغو ځواکونو د هراړخيزه نوي کولو موخه بللې ده.
ولاديمير پوتين وايي «د روسیې د سمندري ځواک په هراړخیز ډول نوي کولو کې چې د کښتیو، الوتکو او ساحلي اجزاوو او همدارنګه د زېربنا جوړښتونه په کې شامل دي موخه يې د نړۍ د سمندر په ستراتیژیکو حساسو سیمو کې د خپلو پوستونو د پیاوړتیا او په سیمه کې د خپل موقف د پیاوړتیا ده»
تأس لیکلي چې روسیه غواړي خپل جنګي وړتیا په پراخه کچه پياوړې کړي.
د هغو شمېرو له مخې چې ښاغلي پوتین په دې غونډه کې وړاندې کړل، په وروستیو کلونو کې د روسیې د سمندري ځواکونو د بېړیو شمېر په ډېرېدو دی.
دا په داسې حال کې ده، چې لوېديځ هم د اوکرايني ځواکونو جنګي وړتيا په زياتو پوځي مرستو سمبالوي او زياتوي.
په دې وروستیو کې اوکرایین له امریکايي وسلو په استفادې د روسیې پر اهدافو څو ځله بریدونه کړي دي.