ملګرو ملتونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دوحې غونډه « د نړیوالو مکلفیتونو له مخې له نړۍ سره د افغانستان د یو ځای کېدو» پروسه ده.
په همدې حال کې د بشري حقونو د څار سازمان مخکې ویلي وو چې ملګرو ملتونو د طالبانو په غوښتنه د دوحې د دریمې ناستې له اجنډا څخه په پراخه کچه د ښځو د حقونو بحث لرې کړی دی.
د دې بیان پر بنسټ، د سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال رزميري ډی کارلو وویل: «د دوحې ناستې یوه پروسه ده چې په پایله کې یې طالبان باید د ښځو د حقونو په ګډون خپل نړیوال مکلفیتونه پوره کړي.»
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته به د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه د مېرمن ډی کارلو په مشرۍ د ۳۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون جوړه شي.
ملګرو ملتونو ویلي چې په دوحه کې به په درېیمه غونډه کې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل په اړه لا په ډېرې همغږۍ، منسجمې و منظمې خبرې وشي.
دا خبرپاڼه زیاتوي چې په دې غونډه کې به د ښاغلي سینرلي اوغلو د خپلواکې ارزونې په راپور هم بحث وشي چې امنیت شورا ته وړاندې شوی دی.
د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي راپور ورکونکى فریدون سینرلي اوغلو د افغانستان د وضعیت په اړه یو راپور چمتو کړ چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له خوا د دغه سازمان امنیت شورا ته وړاندې شو.
د ښاغلي اوغلو په راپور کې پر دې ټینګار شوی چې په افغانستان کې د یوه ملي خبرو اترو لپاره اړینو ګامونو اخیستل اړین دي.
په همدې حال کې ملګري ملتونه په دې خبرپاڼه کې وايي چې د دوحې دریمه غونډه د ۲۰۲۳ کال د مى مياشتنې او د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ د غونډو دوام دی.
د دوحې په دویمه ناسته کې که څه هم طالبانو ته بلنه ورکړل شوې وه؛ خو دوی په کې برخه نه وه اخیستې.
د دوحې په دویمه ناسته کې د طالبانو د نه ګډون لامل په دې ناسته کې د افغان ښځو او مدني ټولنې د استازو ګډون او د دغه سازمان له لوري د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره د ځانګړي خبرو ردول وو.
د ملګرو ملتونو په دې خبرپاڼه کې راغلي چې مېرمن ډی کارلو ویلي چې د خبرو په دغه پړاو کې به د رسمي غونډو په پای کې د هېوادونو ځانګړي استازي د ښځو او د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره هم خبرې وکړي.