نړۍ

اروپايي ټولنه پر روسیې د بندیزونو د ۱۴مې بستې په اړه هوکړه وکړه 

د اروپايي ټولنې چارواکو ویلي چې دوی له اوکراین سره د دې هېواد د جګړې له امله د روسیې پر ضد د بندیزونو د ۱۴مې بستې په اړه هوکړې ته رسېدلي چې په دې کې د روسیې پر ګازو لومړی بندیزونه هم شامل دي.

رویټرز راپور ورکړی، په دې بندیزونو کې د روسیې د مایع طبیعي ګاز (اېل اېن جي) لېږد او بیا صادرولو لپاره د اروپایي اتحادیې تر کنټرول لاندې د اوبو کارولو بندیز شامل دی، چې سویډن او فنلینډ ته اجازه ورکوي چې د روسیې د ګاز قراردادونه لغوه کړي.

 اقتصادي کارپوهان وايي چې دا اقدام به په روسیه لږه اغېزه وکړي، ځکه چې د اروپایي اتحادیې د بندرونو له لارې آسیا ته د ګاز لېږد د روسیې د مایع طبیعي ګاز (اېل اېن جي) صادراتو یوازې ١٠ سلنه جوړوي.

خو بلجیم، چې د اروپايي اتحادیې دوره يي  رياست پر غاړه لري، ټینګار وکړ چې دا بسته «به هغه نیمګړتیاوې له مخې لرې کوي چې له لارې یې روسیه موجوده بندیزونه لغوه کوي او د بندیزونو اغیزې پراخوي.»

په ورته وخت کې ، د اروپایی کمیسیون مشرې اروسولا فون درلاین په اکس کې لیکلي: « دا سخت بسته به د روسیې مهمو ټیکنالوژیو ته د لاسرسي مخه ونیسي، دا به د روسیې د انرژۍ ډیری عواید له منځه یوسي او دا به په بهر کې د پوتین د تورسمندرګي بېړۍ اود بانکي شبکې سره مقابله وکړي.»

له بلې خوا، د روسیې په وړاندې د نویو بندیزونو په لګولو سره، دا په دریم هیوادونو کې د اروپایي اتحادیې د شرکتونو چې فرعي شرکتونه مجبوروي چې د قرارداد له مخې روسیې ته د خپلو توکو بیا صادرات منع کړي.

دا بسته د تور سمندرګي بېړيو پروړاندې اقدامات هم سختوي چې د جي اووه ډلې  (جي ٧) هیوادونو لخوا ټاکل شوي د تېلو نرخونو څخه بهر د روسیې تېل اخلي.

د اروپایی اتحادیې چارواکو ويلي چې د اروپایی اتحادیې هیوادونو د روسی  نفت ويستونکي ټانکرونه او  لږترلږه  د روسيې د ملکیت دوه کښتۍ چې له شمالي کوریا څخه پوځي تجهیزات لیږدوي، د بنديزونو په نوملړ کې شامل کړل.