افغانستان

اوتونبایوا د متحده عربي اماراتو له استازي سره په دوحه کې د راتلونکې غونډې په اړه خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د متحده عربي اماراتو له سفیر محمد ابو شهاب سره د دوحې د دریمې ناستې په اړه خبرې وکړې.

د متحده عربي اماراتو پلاوي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې دوی په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د فعالیتونو او د ښځو او نجونو په فعالې ونډې سره د يو سوکاله افغانستان رامنځته کېدو خبرې کړي دي.

د دوحې درېیمه غونډه به د جون په ۳۰مه (د سرطان ۱۰مه) د څه باندې ۲۵ هېوادونو او سازمانونو د استازو په ګډون جوړه شي. طالبانو هم په دې غونډه کې د ګډون اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د راپورونو پر بنسټ، د بشري حقونو او د ښځو او نجونو د حقونو مسایل او همدارنګه د ځانګړي استازي ټاکل چې د دوحې د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه دي، د دغې غونډې له اجنډا څخه لرې شوي دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینټ په دوحه کې د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د مدني ټولنې د استازو په ځانګړې توګه د ښځو د استازو د ګډون پر اړتیا ټینګار وکړ.