د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې هره ورځ یو پر څلورمه برخه افغانان په لوږه ويده کېږي.
ملګرو ملتونو د لوى اختر په رارسېدو ویلي، په داسې حال کې چې اختر د خوښۍ او جشن وخت دی، د ډېرو افغانانو لپاره دا یوازې «بله سخته ورځ» ده.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي: «په افغانستان کې له ۱۲ میلیونو څخه زیات خلک نه پوهېږي چې دوی به خپل راتلونکی خواړه له کومه ترلاسه کړي.»
له هغه وخته چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، دغه هېواد له ژور بشري او اقتصادي ناروين سره مخ شوى.
ښاریان هم پر طالبانو نیوکه کوي چې خلکو ته یې د کار زمینه نه ده برابره کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د سختو بندیزونو له امله نړیوالو مرستندویانو دغه هېواد ته خپلې پراختیایي بوديجه ځنډولي او بشري مرستې هم په بې ساري ډول کمې شوې دي.