نړۍ

ترکیې په یوه کال کې د داعش ۹۰۳ غړي نیولي

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یارلیکایا وايي، په تېر کال کې په دغه هېواد کې د«داعش» ۹۰۳  غړي نیول شوي دي.

نوموړي په یو خبري کنفرانس کې د «ترهګرۍ، نشه يي توکو، سایبري جرمونو، عامه نظم او د د کډوالو قاچاق سره د مبارزې په اړه معلوماتو» تر سرلیک لاندې راپور وړاندې کړ.

په دغه راپور کې راغلي چې تېر کال ۵۸۵ سازمان شوي جرايم شنډ شوي او د ۱۰۶ میلیاردو لېرو په ارزښت شتمنۍ ضبط شوي دي.

د دغه راپور له مخې له ۳زره۵۰۶ کسانو څخه د داعش د غړیتوب په تړاو پوښتنې-ګروېږنې شوې دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په تیر یو کال کې یې د ۱۶۰ «ترهګریزو» کړنو چې ۱۱۹ یې بمونه دي مخنيوي کړى دى.

ښاغلي یارلیکایا په دې غونډه کې زیاته کړه: «په تیر یوه کال کې د نشه يي توکو د تولید او سوداګرۍ پر ضد ۴۴ ۹۳۷ عملیات او د مصرف کوونکو پر ضد ۲۴۶ زره ۴۹۱ عملیات ترسره شوي دي.»