نړۍ

حماس د اوربند په اړه د «نویو نظریو» وړاندیز رد کړ

حماس ویلي دي چې د غزې د اوربند په اړه یې «نوي نظریات» نه دي وړاندې کړي.

د حماس یو جګپوړي چارواکي اسامه حمدان له پان العربي تلویزیون سره په مرکه کې په غزه کې د اوربند په اړه د دې ډلې د نويو نظریاتو وړاندې کول رد کړل او ویې ویل: «دا اسراییل دی چې د اوربند وړاندیزونه ردوي.»

هغه د امریکا پر حکومت تور ولګاوه چې «د خپل نژدې متحد (اسرائیل)» څخه ملاتړ کوي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي و چې حماس د امریکا د ولسمشر له خوا د اسرائیلو سره د اوربند په اړه وړاندې شوي وړاندیز کې څو بدلونونه راوستي دي.

د رویټرز راپور پر بنسټ، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان وویل: «د حماس لخوا وړاندیز شوي ډیری بدلونونه کوچني او غیر متوقع ندي او له هغه څخه چې د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې راغلې ډیر بنسټیز توپیرونه لري.»

ښاغلي سالیوان په یوه خبري کنفرانس کې ويلي « زموږ هدف دا دی چې دغه بهیر یوې پایلې ته ورسوو. زموږ ليد دا دی چې د چنو وهلو وخت پای ته رسیدلی دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې دوو مصري امنیتي سرچینو رویټرز ته ویلي حماس د اوربند د پلان په اړه له امریکا څخه لیکلي ضمانتونه غواړي.