په بروکسل کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د دوحې غونډې د افغانستان لپاره د نوښتونو او بشري پروګرامونو لپاره یو فرصت وباله.
د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب په بروکسل کې د اروپايي ټولنې په کوربه توب په يوې غونډه کې ويلي، هېواد یې چمتو دی چې د«افغانستان د امنیت او ثبات له بهیر» سره مرسته وکړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې دا غونډه پرون (سه شنبه د غبرګولي ۲۲مه) په بروکسل کې جوړه شوې وه.
د قطر د بهرنیو چارو د وزارت استازي په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې هېواد یې د افغانستان د خلکو د هیلو د پوره کولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي.
هغه د طالبانو او امریکا ترمنځ د قطر منځګړیتوب چې د دوحې د تړون د لاسلیک کېدو لامل شو، د دغو هڅو تر ټولو مهمه هڅه وبلله.
ښاغلي الحنزیب ويلي چې قطر د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې د غونډو په جوړېدو کې هم مرسته کوي.
په بروکسل کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د دوحې ناستې د افغانستان لپاره د نوښتونو او بشري پروګرامونو لپاره یو فرصت وباله.
ټاکل شوې، چې نږدې ۲۰ ورځو کې د ملګرو ملتونو سازمان د غړو هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون په دوحه کې د افغانستان په اړه د خبرو درېیم پړاو غونډه جوړه کړي.
تمه کېږي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د ټاکلو او د ښځو او نجونو د زده کړې او کار موضوعات به د دې غونډې د اجنډا په سر کې وي.
طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې غونډه کې د خپل ګډون په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په دوحه کې د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په اړه د بحث له امله د دوحې په لومړۍ او دویمه ناسته کې له ګډون کولو انکار وکړ او دغو غونډو ته یې خپل استازی ونه لېږل.