د سولې او عدالت ملي غورځنګ په تهران کې د مسکو فارمټ ناستې ترسره کېدو په غبرګون کې ویلي، چې د دې ناستې او د دوحې د درېیم پړاو ناستې تمرکز باید بین الافغاني مذاکرات وي.
نن (شنبه، د غبرګولي ۱۹) په تهران کې د مسکو فارمټ په نوم د سیمه ییزې تماس ډلې غونډه پیلېږي.
د سولې او عدالت ملي غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د تهران په غونډه کې باید د افغانستان د ټولو اړخونو نظرونه په پام کې ونيول شي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبان باید د سولې او بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په برخه کې خپل مسوولیتونه ادا کړي.
دغه اقدام همداراز د دوحې درېیمې ناستې ته په اشارې وړاندیز کړی، چې د نړیوالو او سیمه ییزو غونډو تر جوړېدو مخکې باید د خبرو اترو د بهير د اسانتیا لپاره له مخالفو خواوو سره جلا جلا خبرې خبرې اترې وشي.
د يادونې وړ ده، چې د سولې او عدالت ملي غورځنګ د جمهوري رژيم له سقوط وروسته له افغانستانه بهر خپل شتون اعلان کړ.
په دې سیاسي جریان کې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر حنیف اتمر، له طالبانو سره د تېر حکومت د مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزی او د اقتصاد پخوانی وزیر جلیل شمس شامل دي.
د مسکوفارمټ د تماس ډلې دوهمه غونډه به نن د چین، روسیې، ایران او پاکستان له استازو په ګډون په تهران کې جوړه شی.