افغانستان

د سولې او عدالت ملي غورځنګ: د مسکو د غونډې د بحث تمرکز باید «بین الافغاني مذاکرات» وي

د سولې او عدالت ملي غورځنګ په تهران کې د مسکو فارمټ ناستې ترسره کېدو په غبرګون کې ویلي، چې د دې ناستې او د دوحې د درېیم پړاو ناستې تمرکز باید بین الافغاني مذاکرات وي.

نن (شنبه، د غبرګولي ۱۹) په تهران کې د مسکو فارمټ په نوم د سیمه ییزې تماس ډلې غونډه پیلېږي.

د سولې او عدالت ملي غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د تهران په غونډه کې باید د افغانستان د ټولو اړخونو نظرونه په پام کې ونيول شي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبان باید د سولې او بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو  په برخه کې خپل مسوولیتونه ادا کړي.

دغه اقدام همداراز د دوحې درېیمې ناستې ته په اشارې وړاندیز کړی، چې د نړیوالو او سیمه ییزو غونډو تر جوړېدو مخکې باید د خبرو اترو د بهير د اسانتیا لپاره له مخالفو خواوو سره جلا جلا خبرې خبرې اترې وشي. 

د يادونې وړ ده، چې د سولې او عدالت ملي غورځنګ د جمهوري رژيم  له سقوط وروسته له افغانستانه بهر خپل شتون اعلان کړ.

په دې سیاسي جریان کې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر حنیف اتمر، له طالبانو سره د تېر حکومت د مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزی او د اقتصاد پخوانی وزیر جلیل شمس شامل دي.

 د مسکوفارمټ د تماس ډلې دوهمه غونډه به نن د چین، روسیې، ایران او پاکستان له استازو په ګډون په تهران کې جوړه شی.