تأس خبري آژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په حواله خبر ورکړی، چې د افغانستان په اړه د سلا مشورو په اړه د مسکو فارمټ د «تماس ډلې» غونډه به د جون په اتمه (د غبرګولي ۱۹) په تهران کې جوړه شي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دې اړه ویلي: «موږ د افغانستان له مشرتابه استازو سره د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د راتلونکې درېیمې غونډې د چمتووالي په اړه په دوحه کې خبرې کړې دي.»
د افغانستان لپاره د روسيې استازي يادونه وکړه، چې د دوحې غونډې ته د چمتووالي په اړه به سلا مشورې تمرکز ولري.