افغانستان

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې نږدې ۱۴۰ کډوالې کورنۍ ويستلي دي

په یوه ورځ کې څه باندې ۱۴۰ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړ چې په تېره يوه ورځ (شنبه د غبرګولي په ٦مه) له پاکستان او ايران څخه ١٣٨ کډوالې کورنۍ په «په خپله خوښه او جبري ډول» ويستل شوې دي.

د دغه راپور پر بنسټ، دغه کډوال د ننګرهار او نیمروز ولایتونو له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

باختر آژانس ليکلي دي چې څلوېښت کورنۍ د تورخم او ٧٢ کورنۍ د سپين بولدک له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

په همدې حال کې د دغه راپور له مخې، ۲۶ نورې کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابرېشم له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان او ایران یوه ورځ وړاندې (جمعه د غبرګولي په پنځمه) هم شاوخوا ۱۵۰ افغان کډوال په خپله خوښه او په زوره ویستلي وو.